د بغلان ولایت په مرکزي بغلان سل بستریز روغتون کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره د جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۹:۱۲
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان عامې روغتیا رییس، ډاکټر عبدالقهار احمدي وویل: ( د بغلان عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او د اغاخان بنسټ په مالي همکارۍ د مرکزي بغلان په سل بستریز روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره دغه معیاري څانګه د ټولو طبي وسایلو په درلودلو سره فعاله شوه، چې د ولایت په کچه به په کې د نویو زیږېدلو ماشومانو درملنه کېږي).

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد بنسټ په مالي همکارۍ د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ په ۳۵ بستریز روغتون کې د جراحي عملیاتو معیاري څانګه هم په اساسي ډول فعاله او په اړینو طبي وسایلو سمبال شوه، چې د ګڼو ناروغانو روغتیايي ستونزې به ورسره حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

جوزجان ولایت کې ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو د روان کال د درېیمې ربعي په ترڅ کې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ټاکل شوې کمېټې په مرسته ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۳
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د مرکزي ډیټابېس سیستم تطبیق او کارونه په مرکزي تخصصي روغتونونو کې په عملي ډول پیل شوه

د اکمال تخصص لوی ریاست د ډیټابېس آمریت تخنیکي ټیم موظف ګرځول شوی؛ چې د تخصص پروګرام ټولو شاملو ډاکترانو ته د یاد مرکزي ډیټابېس سیستم د کارولو طریقه په عملي ډول وروښيي او هر ګډونوال ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
Background image

خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه تر سره شو، چې په کې  ۳۷۹ خصوصي روغتیايي. . .

BACK TO NEWS