د بلخ عامې روغتیا ریاست د درملو او خوړو ۳۱ غیرقانوني تأسیساتو فعالیت درولي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
MOPH

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېره یو میاشت کې د درملو او خوړو له ۴۲۰ تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۱ تأسیسات د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رئیس الحاج رحمت‌ الله منصور د لارښوونې له مخې، د یاد ریاست د څارنې او پلټنې ټیمونو د مزار شریف ښار په بېلابېلو برخو کې د درملو له ۱۷۹ او د خوړو له ۲۴۱ تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۵ درملتونونه، ۲ کلینیکونه، یو لابراتوار، د درملو ۹ عمده پلورنځي، یو د آرایشي توکو پلورنځی، ۲ د برګر پلورنځي او یوه سلماني د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.

ورته نظارتونه به په منظم ډول روان وي، ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS