د بیاځلی داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( شیخ زاید روغتون اړوند د یو پایې اکسری لپاره CR ماشین چمتو کول او تدارک پروژه ) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1993) ګڼې ریفرینس درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼی سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر ( سه شنبې) ورځې چې د ( ۲۰/۰۸/۱۴۰۴) ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( ۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري. وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.
