د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه د وزارت د مالي او اداري چارو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د غوره همغږۍ او په کور دننه د ټولو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر، اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي؛ ترڅو په سمه توګه د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

له بل لوري د وزارت مرکزي رئیسانو په هېواد کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) او ورته نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د وزارت رهبرۍ ته د لازمو تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS