د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نسایي ولادي څانګه فعاله شوه
د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د دشت قلعه ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون څخه د لیدنې پر مهال په دغه روغتون کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیارغول شوې نسایي ولادي څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د تخار عامې روغتیا رئیس د آغا خان (AKHS) مؤسسې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: « عامې روغتیا ریاست هڅه کوي، چې د روغتیا برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو خلک وکولای شي په اسانۍ سره باکیفیته او معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.» enhance practical cooperation.
