د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې د طب بېلابېلو څانګو د هېواد له ټولو برخو څخه شاوخوا ۴۹۰۰ تنو ګډون کړئ وؤ.

دغه آزموینه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د آزموینو ملي ادارې سرپرست ښاغلی عبدالقدیر خموش، په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر زلمی زابلی، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر یارباز خان حميدي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه په شتون کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت نوماند، د دغې آزموینې لړۍ له نږدې و څارله او د آزموینې له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.

ډاکټر عثماني د روغتیايي کارکوونکو او د آزموینې ملي ادارې له مسؤلینو څخه چې له څو ورځو را په دېخوا د پوښتنو چمتو کولو په پار په قرنظین کې وؤ مننه وکړه او د آزموینې د ترسره کولو بهیر یې وستایي.

له بلې خوا، د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبد القدیر قدی د دغې آزموینې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ازموینې د پروسې څرنګوالی یې وارزؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۴۹۰۰ نوماندانو څخه به ۴۲۸ تنه د یوې شفافې پروسې تر بشپړولو وروسته د طب په بېلابېلو څانګو کې جذب شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS