د تړون د ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
نور د سترګو ملي او تخصصی روغتون ۶۶ قلمه قرطاسیه باب موادو د قرارداد ورکړې خبرتیا:
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چې ۶۶ قلمه قرطاسیه باب موادو قرارداد چې د تړون شمېره MOPH/NH/NCB/1404/G02 ده، د ( آصف سمیر شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت(0101-17229) ګڼې جواز لرونکی او د اصلي محل موقعیت یې (مرکز کابل، صدارت څلور لارې شهرنو) کې دی او د تړون مجموعي قیمت (1439650) افغانۍ دی.
د حقیقي او حکمي کسانو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
