د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د سرطان کنټرول ملي پروگرام اړوند د 1404 هجري شمسي کال د اړتیا وړ دوه قسمه تېلو ډېزل او پطرول د تدارک پروژه) چې ریفرینس شمیره یې (MOPH/1404/NCB/G-1271)ده. د (هارون بلال لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (7380-0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د پروان کابل سړک، شکر درې سړک ته مخامخ، هارس پاور د تېلو تانګ، کابل) کې دی او د تړون بیه (7,414,600) اووه میلیونه، څلور سوه او څوارلس زره شپږ سوه  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزازت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.        

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (د صحت طفل اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۷۴ قلمه طبي د زړه جراحي ملزمې چمتو کولو او تدارک پروژه)، چې ریفرینس شمېره یې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

)د 1405 مالي کال لپاره د یوه قلم اوبلن ګاز تهیه او تدارک کول(

ریفرینس شمېره - MOPH/NCB/IGICH/1405/G2

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په . . .

Back to tenders