د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

موضوع: د مرکزي ورکشاپونو د پاتو برخو بیارغونې پروژې د تړون ورکړې خبرتیا !

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د د مرکزي ورکشاپونو د پاتو برخو بیارغونې پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH/NCB/1403/W-04) ده. د (د ذهین عمر ودانیز ، سرک جوړونې او لوژستیکی شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (64736) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د سابقه روغتون مخامخ، گردیز، پکتیا) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (3,400,000.00) دري میلیونه و څلور سوه زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند اداري، پخو او خامو موادو ډیپوګانو ودانیو او سرک رغولو پروژه چې د MOPH/VFP/NCB/1403/W02  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د ملالۍ زېږنتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 38 قلمه تنظیفاتي موادو د پروژې چې ( MOPH/MMH/1404/NCB/G005)شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

) د 1404 مالي کال لپاره د یوه قلم اوبلن ګاز تهيه او تدارک کول (

شمېره- MOPH/NCB/IGICH/1404/G3

{د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت} لخوا ټولو په شرایطو برابرو . . .

Back to tenders