د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د ابن سینا 1000 بستریز ، جنگلک 450 بستریز ، خیرخانې نو جوانان 100 بستریز ، کوهدامن 20 بستریز او د آغوش کمپ 100 بستریز روغتونونو د ناروغانو او نوکریوالانو لپاره د اړتیا وړ سون توکو تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/DDPR/1403/NCB/G-005) ده. د ( عبید الله انصار لمیتد لوژستکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (0101-15537) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د تایمني دریم سرک، مرکز کابل، افغانستان) کې دی.
د تړون بیه یې (9,968,009.68) نهه میلیونه نهه سوه اته شپېته زره نهه اعشاریه اته شپېته افغانۍ ده.
د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.