د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د استقلال روغتون په پام کې لري؛ څو د اړتیا وړ 120 قلمه طبي ملزمې چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس ګڼه یې MOPH/EH/NCB/1403/G008 ده تړون یې د (قیس انیل تجارتي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (0101-6677) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( هوټل پروان - دخیرخانې دریمه حصه - کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (6923020) شپږ میلیونه نه سوه درویشت زره اوشل افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو (۷) تقویمي ورځو د استقلال روغتون ته، چې په شپږمه ناحیه - دارالامان عمومې سرک - علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.