د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د1403 کال د (32) قلم دوسیو او اوراقو د چاپ او داوطلبۍ خبرتیا !
تشخیصیه نمبر(MOPH /HRP/KHH/NCB-1404/SO1)
د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۳۲ قلمو طباعتي ورقو او دوسیو ، د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش له لارې د یادې ادارې د تدارکاتو له عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي او خپل وړاندیزونه ( آفرونه)په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د اعلان له خپرېدو سره هم مهاله د 10/11/1403 نېټې د چهارشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د خیرخانې 102 بستریز روغتون د تدارکاتو مدیریت ته چې د خیرخانې دوهمه برخه کې موقعیت لري وسپاري.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یوه اعتباري بانک څخه (60000) شپېته زره افغانۍ دی.