د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ لومړنۍ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم ، د تخصصي او ثالثي روغتونو رئیس ډاکټر امین الله مومند د سرطان د کنټرول ملي برنامې مسؤولینو ، د مقام مشاورینو او د جوړ شوي بورډ غړو شتون درلود د یاد پروګرام د لا ښه تنظیم، همغږۍ او پراختیا په موخه خبرې تر سره شوې.

 د عامې روغتیا وزیر د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ د جوړېدو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د سرطان ناروغي د نړۍ په کچه له جدي روغتیايي ستونزو څخه شمېرل کېږي، نو اړینه ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې لپاره منظم او اغېزمن ګامونه پورته شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د سرطان اړوند روغتیايي خدمات باید پراخ شي ، د نړیوالو له لوري کیدونکې مرستې په دې برخه کې ښه مدیریت شي او په مرکز کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون خدمات لا پیاوړي شي، تر څو د ناروغانو اړتیاوو ته په ښه ډول رسېدنه وشي ، د ښاغلي وزیر په وینا، په راتلونکي کې به هڅه وشي چې د سرطان اړوند خدمات یواځې په مرکز پورې محدود پاتې نه شي، بلکې ولایتونو ته هم وغځول شي.

ښاغلي وزیر د بورډ له غړو وغوښتل چې د سرطان د ملي پروګرام لپاره ټاکل شوو اهدافو د پلي کېدو په موخه خپلې مسلکي لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د پروګرام د اغېزمنتیا کچه لوړه شي او خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د بورډ مسؤولیتونه ، د سرطان د تشخیص او معالجوي خدماتو د پراختیا، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د یادو فعالیتونو د تمویل په اړه تیار کړل شوی سند تشریح شو.

د یادونې وړ ده چې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ موخه د سرطاني ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د خدماتو پیاوړتیا او د خلکو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدماتو برابرول دي چې په دې برخه کې به هڅې لا زیاتې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS