د عامې روغتيا سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي د يو رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان هيواد ته د آغا خان روغتون او پوهنتون مسٶولينو په تفاهم سره يوه ګډه کميټه جوړه کړه:

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۹:۲۲
د عامې روغتيا سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي د يو رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان هيواد ته د آغا خان روغتون او پوهنتون مسٶولينو په تفاهم سره يوه ګډه کميټه جوړه کړه

د عامې روغتيا سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي ، روغتيا په برخه کې د ظرفيت لوړلو په موخه له ياد روغتون او پوهنتون سره يوه ګډه کميټه جوړه کړه ترڅو په لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال کې د راډيولوژۍ، سرطان، زړه ، انستېزي، ظرفيت جوړونه، د متخصص ډاکټرانو ليږد راليږد، عقلي او رواني، څيړنيز فعاليتونه، د مور او ماشوم روغتيا، خوارځواکۍ، قابلګۍ او نورو مهمو او اړينو برخو کې له افغانانو سره مرسته او د افغان محصلينو روزنه وکړي، د يادونې وړ ده چي د روغتيا وزير له افغان محصلينو سره هم وليدل او وى ويل: چې ستاسو شتون د روغتيا په ډګر کې يو اساسى ضرورت دي او دا تشه ستاسو په هلو ځلو ډکيداى شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS