د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په شتون کې د وزارت اداري ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۵۳
MOPH

په دې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص، بشري سرچینو، مالي او اداري ریاستونو سربېره د دې وزارت د یو شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل، مسلکي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخېستو، په اداري چارو کې د چټکټیا، د نویو ګمارنو پر څرنګوالي، له خصوصي انسټېټیوټونو څخه د فارغ شویو محصلینو د ازموینې او هغوې ته د ډیپلومونو د ورکړې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د یادو ریاستونو مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره په اداري او مالي برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه د یادو ریاستونو مسؤلینو ته  بشپړ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې هر ریاست یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي؛ ترڅو په اداري برخه کې ستونزې پر وخت حل او هېوادوالو ته د چارو په ترسره کولو کې لا اسانتیا رامنځته شي.
د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز په اداري چارو کې د چټکتیا او د هېوادوالو ستونزو ته د ژر حل په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس ډاکټر کریم‌ الله حلیمي د پروان ولایت د عامې روغتیا له رئیس ډاکټر نیاز محمد مخلص سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې ډاکټر کریم‌ الله حلیمي پروان ولایت ته د خپل سفر موخه تشریح کړه او همدارنګه یې د یاد ولایت په مرکز چاریکار او یو شمېر ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د مشرتابه او مسؤلینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د یاد انسټېټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، علمي او تدریسي آمر ډاکټر عبدالستار جبارزي، د ولایاتو علمي او تخنیکي آمر ډاکټر محمد اصف شهیدي، مالي او اداري آمر بریال عصمتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۱
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS