د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د عينو مېنې روغتون څخه لیدنه وکړه

د یادې لیدنې موخه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د چارو شفافیت او شته ستونزو حل دی، چې په ترڅ کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون له امر او د بېلابېلو څانګو له مسؤلینو سره د خدماتو ښه والي او ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.
دغه راز، ښاغلي مرستیال روغتیایي مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي؛ ترڅو د ناروغانو لازمه او پر وخت درملنه وشي.