د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.
په همدې اساس دغه اداره په پام کې لري، چې د (IHH) مؤسسې په مالي مرسته د ۴ ۰/۱۲ / ۱۴۰۳ نېټې څخه تر ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۰۳ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات ترسره کړي چې عبارت دې له:
- ۲۵۹ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول
- ۶۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش
- د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.
نو له همدې امله هغه هېوادوال چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې ژوند کوي او د سترګو روغتیايي ستونزې لري، خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.