د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست لپاره د دوو غونډو تالارونو پرانیسته او د ۶۰ روغتیايي کارکوونکو روزنه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د ظرفيت لوړونې ریاست لپاره دوه د غونډو تالارونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او هم د یاد ریاست له لوري ۶۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې (‌BLS/ACLS) تر سرلیک لاندې درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو:

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ظرفيت لوړونې رئیس مجیب الرحمن ماموندزي، د ودان مؤسسې استازو، روغتیايي کارکوونکو او یو شمېر نورو مسؤلينو ګډون کړی و

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په یادو مراسمو کې دا ډول روزنیز پروګرامونه د ژوند ژغورنې او په بېړنیو حالاتو کې د مسلکي او پر وخت تصمیم نیونې لپاره اړین وبلل او د نړیوالو معیارونو له مخې یې د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني ژمنه وکړه، چې د بشري سرچینو مسلکي کول، معیاري روزنې او نړیوالو معیارونو ته د نږدې کېدو  هڅې به لا ګړندۍ کړي؛ تر څو په هېواد کې روغتیايي سیستم معیاري او لا اغېزمن شي.

همداراز، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د یادې روزنیزې برنامې په ترسره کېدو او د دې ریاست له لوري د دوه تالارونو په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو په جوړېدو یې ټینګار وکړ.

دغه راز، د ظرفيت لوړونې رئیس مجیب الرحمن ماموندزي وویل: (د یاد ریاست لپاره دوه د غونډو تالارونونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې هر یو یې د ۴۰ تنو د ناستې ظرفیت لري).

نوموړي زیاته کړه، د ودان مؤسسې په مالي ملاتړ یې د هېواد روغتیايي کارکوونکو ته بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژوغورنې (‌BLS/ACLS) روزنیزې برنامې لړۍ پیل کړې، چې له لارې تر دا مهاله ۶۰ تنو روغتیايی کارکوونکو روزنه ترلاسه کړې.

د یادونې ده، چې د یاد ریاست له لوري تېر یوه کال کې ۱۰ زره او ۵۰۰ سوه روغتیايي کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې بېلا بېل روزنیز پروګرامونه ورکړل شوي دي او لا هم ياده لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS