د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ګډ نظارت راپور اړوند ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۳:۵۱
MOPH

په دې ناسته کې د خصوصي سکټور د همغږۍ رئیس، د روغتیايي تاسیساتو څخه د پلټنې رئیس، د طبي شورا شکایتونو ته د رسیدنې ریاست او د روغتیايي خدمتونو د څارنې او پلټنې ریاست غړو ګدون کړی و، چې په کې د چک‌ لیست مطابق د ګډ نظارت پایله کې د ترسره شویو ارزونو مفصل راپور شریک او په اړه یې هر اړخیز بحث وشو.

دغه راز پرېکړه وشوه، چې کوم روغتیايي مرکزونه د نظارتي ټیم له‌ لوري تړل کېږي، باید بیا پرانیستل یې اصولو او قوانینو ته په پام سره وړاندیز شي او راپور یې د څارنې او پلټنې لوی ریاست سره شریک شي؛ تر څو د وزارت محترم مقام ته وړاندې او په اړه یې اجراات وشي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS