د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست په مشرۍ د مرکزي او ولایتي عامې روغتیا ریاستونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او په دندو کې د نه تداخل په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۸:۴۰
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د وزارت د مقام مشاور، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت مشاور او د اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و، چې په کې د مرکزي او ولایتي عامې روغتیا ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او په دندو کې د نه تداخل په موخه هر اړخیز بحث ترسره او پرېکړه وشوه، چې د یاد بهیر د اغېزمنتیا لپاره به لومړی له مرکزي ریاستونو څخه پیل او وروسته به په ولایتونو کې هم اصلاحات عملي شي او په هغو ریاستونو کې چې وظیفوي تداخل موجود وي، له "Top to Bottom" بهیر څخه کار واخیستل شي.

دغه راز، په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې لومړی به د مرکزي ریاستونو تر منځ په لایحه وظایفو کې د تداخل ستونزې پیدا کوي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کېږي او له هغه وروسته به د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د لایحه وظایفو مشترکات له منځه وړل کېږي او په پای کې به کاري راپور د وزارت مقام ته د اجرااتو په موخه وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS