د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۱۰
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د همکارو ادارو استازو، روغتیا پالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تلسیمیا ناروغانو د درملنې برخه کې ژمنتیا، عامه پوهاوی او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته د روغتیايي اسانتیاوو رامنځته کول د دې غونډې موخه وبلله او ویې ویل، د اسلامي امارت واکمنېدو سره دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې او په همدې موخه د هېواد په زونونو کې د وینې بانکونه فعال شوي، په ولایتي روغتونونو کې اسانتیاوې برابرې شوي، د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز سیمنارونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، په تېر یو کال کې تلسیمیا ناروغانو ته (۱۲۹۵۰) بستې وینه توزیع شوې او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د نورو برخو ترڅنګ تلسیمیا برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته معیاري روغتیايي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو مسؤلیت وباله او ویې ویل، اوسمهال د هېواد په زونونو او ولایتونو کې د وینې فعال بانکونه شتون لري او روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې د اندراګاندي (صحت طفل) روغتون کې د تلسیمیا ناروغۍ درملنې عصري او مجهز مرکز پرانیزي؛ ترڅو په دې ناروغۍ د اخته کسانو معیاري درملنه وشي.

په دې غونډه کې همدارنګه، د وینې مرکزي بانک آمر ډاکټر سیف الرحمن پښتون، د سرطان ملي برنامې په استازیتوب ډاکټر خالد خالد او د پوهنتون استاد ډاکټر امیر خان پامیر د تلسیمیا ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او عامه پوهاوي په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS