د عامې روغتیا وزارت له لورې د ژیړي (هیپاټیټیس) ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ونماځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارات د عامې روغتیا وزارت له لورې د ژیړي (هیپاټیټیس) ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ (همدا اوس د عمل وخت دی) تر شعار لاندې د یوې سترې غونډې پرمهال ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو، د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني یادې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: په افغانستان کې که څه هم د ژیړي ناروغۍ کچه د نورو هیوادونو په پرتله ټیټه ده؛ خو په خبره یې چې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډیر کسان په ژیړي (هیپاټیټیس) اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه په تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ (۱۵۰۰۰) شاوخوا پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ( ۱۲۰۰۰ ) د بي هیپاټیټیس ناروغان او (۱۳۰۰) د سي هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوي دي

ښاغلي حقاني دغه راز وویل چې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ژیړي او ایچ آی وي د ملي پروګرام په چوکاټ کې د ژيړي ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او کنټرول په برخه کې په نشتو امکاناتو خپل ولس ته خدمات کوي، چې اوس مهال په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پیژندنې مرکزونه موجود دي او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمتونه تر سره کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به لسو نورو ولایتونو ته د دې ناروغۍ د درملنې خدمتونه ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS