د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د کابل وزیر محمد اکبر خان دولتي روغتون څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست، چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو وړاندې کول او د چارو شفافیت څخه نظارت دی، د وزارت په لارښوونه او خپل کاري پلان له مخې د کابل وزیر محمد اکبرخان دولتي روغتون ټولې برخې له نږدې ولیدې، د ناروغانو احوال یې واخیست او هغوی ته یې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

دغه راز، د څارنې او پلټنې رئیس روغتیايي پرسونل ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

هرات او بغلان ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو له یو شمېر شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د درملیزو تأسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو له لوري د درملو او خوراکي توکو له واردوونکو شرکتونو څخه د پالیسۍ تطبیق، روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو او درملو او خوراکي توکو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سیمه ییز ټیم د سید خېلو ولسوالۍ اړوند چینکي عالي لېسې زده‌ کوونکو لپاره د پوهاوي پروګرام ترسره کړ

په دې پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د زیانونو او هغو ناوړه اغېزو په اړه، چې د ځوانانو پر روان یې لري، هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د شخصي حفظ‌الصحې او انتانونو مخنیوي په اړه هم ورته لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په مرکزي راډيولوژي مرکز کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د الټراساونډ يو کلن تخصصي پروګرام پيل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د مقام د. . .

BACK TO NEWS