د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د  خپل سفر په ترڅ کې د کِشم ولسوالۍ روغتون د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون د خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د لیدنې سربېره د یوې غونډې په ترڅ کې د دې روغتون روغتیايي پرسونل  ته د غوره او ښه خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې او درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

له بل لوري د یاد روغتون پرسونل د عامې روغتیا وزیر سفر بدخشان ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې او ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د نږدې لیدنې په موخه یو اړین ګام یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS