د عامې روغتیا وزیر د هیواد ۳۴ ولایتونو له رئیسانو سره انلاین مجلس تر سره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د ولسوالیو کچې عمومي روغتونونو جوړېدو برخه کې د چارو پر څرنګوالي، د کوچني اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي خدمتونو فعال ساتلو او د ساري ناروغیو مخنیوي اړوند انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود، ښاغلي وزیر د ولسوالیو کچې عمومي روغتونونو جوړېدو برخه کې د چارو پر څرنګوالي لازمې لارښوونې او سپارښتنې ترسره او د اختر را رسېدو په موخه یې ټولو ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وکړه؛ ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته او د اختر په شپو ورځو کې روغتیايي مرکزونه فعال وساتي.

 د عامې روغتیا وزیر همداراز، د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پر لا ښه والي او د واکسیناسیون برنامې په ښه تطبیق ټینګار وکړ.

 بل لور ولایتي رئیسانو د روغتیا وزارت رهبرۍ ته د ولسوالۍ کچې عمومي روغتونونو جوړېدو برخه کې په غوره توګه د لومړنیو چارو پر مخ وړلو ډاډ څرګند او په دې برخه کې یې شته پوښتنې شریکې کړې، چې د تخنیکي ټیم له لوري ورته معلومات ورکړل شول.

دغه راز د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال هم د ناستې په پای کې ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي خدمتونو برخه کې د درملو تر لاسه کولو او عمومي روغتونونو اړوند، خپلې سپارښتنې شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS