د عامې روغتیا وزیر د چین هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي چین هېواد ته د سفر پر مهال د دې هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې د ملاریا، نري رنځ، پولیو او نورو ورته ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، طبیعي پېښو ته پر وخت ځواب ویلو، د روغتیایي وضیعت ښه مدیریت، د ناروغیو د سرویلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، او روغتیایي برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي دغه راز د چین د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د دې هېواد د انفلوینزا ملي مرکز څخه هم لیدنې ترسره کړې.