د عامې روغتیا وزیر له لورې غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګه پرانیستل شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غزني والي، حافظ محمد امین عمري، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک او د دې ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت له لوري د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې فعاله شوه، چې درې مجهز عصري ماشینونه او نور اړین تجهیزات لري.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د غزني ولایت په سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې فعالېدل د پښتورګو ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو او درملنې برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ.
ښاغلي وزیر همداراز د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او له هغوۍ یې وغوښتل، چې په پوره ژمنتیا، ښه نیت او اخلاص هېوادوالو ته روغتیايي خدمات ترسره کړي.