د فراه ولایتي روغتون کې د ډیجیټل ایکسری ماشین او د غونډو د تالار پرانیسته وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۸
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د فراه والي، الحاج مولوي غوث الدین "رهبر"، د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي شیخ میر "صدام"، روغتیايي کارکوونکو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي شیخ میر "صدام" وویل: (دا ډیجیټل ایکسری ماشین به د تشخیص په برخه کې شته نیمګړتیاوې حل او ناروغان به له دې وروسته د ځینو ناروغیو تشخیص لپاره نورو ولایتونو ته د سفر کولو اړتیا ونه لري).

نوموړي همداراز زیاته کړه، د غونډو نوی تالار چې د ۱۰۰ کسانو ظرفیت لري، له دې وروسته به د یاد روغتون روغتیايي کارکوونکو لپاره د ټولو ورکشاپونو او سیمنارونو کوربه وي او د خصوصي تالارونو کارولو اړتیا به نه پېښیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS