د مالي او اداري چارو مرستیال د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د تدارکاتي پلانونو په اړه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۴۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزارده په مرکز کابل کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره د روغتونونو لپاره تدارکاتي پلانونو جوړېدو، په اغېزمنه توګه د بودیجې د مصرف، روغتونونو لپاره د درملو او طبي توکو پېرلو، د اداري برخې کارونو د چټکتیا او په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال په اغېزمنه توګه د بودیجې مصرف ته په ټینګار وویل، ټول روغتونونه باید د روان کال په ترڅ کې د وزارت اړوند منظور شوې بودیجې پر اساس خپل تدارکاتي پلانونه جوړ کړي.

د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز زیاته کړه د درملو او طبي توکو د پېرلو په برخه کې باید له مشهورو شرکتونو سره قرارداد وشي؛ ترڅو په اغېزمنه توګه د ناروغو هېوادوالو درملنه وشي.

سربېره پر دې نوموړي د روغتونونو له مسؤلینو وغوښتل، چې په صادقانه توګه د ټولو ناروغو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او هغوی ته غوره روغتیايي خدمات  وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۸:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شلمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، ترکیې هېواد ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال. . .

BACK TO NEWS