د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو نرسانو او ډاکټرانو د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی زده کړې ترلاسه کړې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۳۲
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د ظرفیت لوړولو ریاست مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا ترسره او د سیمنار ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې زده کړي موضوعات دې په روغتونونو کې پلي کړي؛ ترڅو په سمه توګه د بېړنیو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

یاد روزنیز ټریننګ چې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړولو ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون تالار کې ترسره شو، ګډونوالو په کې د مجربو استادانو له لوري د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی عملي او نظري زده ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

کونړ او زابل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو

د کونړ او زابل عامې روغتیا مسئولینو په یادو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور اړوند، له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، لابراتوارونو  څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۳۲ بابه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې یو بشپړ روغتیایي مرکز پرانیستل شو

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د نږدې دوه دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بشپړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو نرسانو او ډاکټرانو د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی زده کړې ترلاسه کړې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د ظرفیت لوړولو ریاست مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او روغتیا پالانو. . .

BACK TO NEWS