د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو واکسیناتورانو ته ۲۱ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول
د عامې روغتیا وزارت له لوري د یونیسف او ګاوي مؤسسې په مالي لګښت د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو واکسیناتورانو ته ۲۱ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول.
د یادو موټر سایکلونو په مرسته به د لرې پرتو سیمو واکسیناتوران وکولای شي پر وخت هېوادوالو ته د واکسین په برخه کې اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.