د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست له لورې ددغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې څارنه تر سره شوه
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې مدیریتي ټیم له لوري په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۳۵ دولتي او خصوصي روغتونونو، لابراتوارونو، کتنځایونو او درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه، چې په پایله کې یې ۸ کتنځایونه او درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې او له نېټې څخه د تېرو شوو درملو له امله وتړل شول.