د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، هوټلونو، رسټورانټونو او د خوراکي توکو  پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۶
MOPH

یاد نظارت د هلمند عامې روغتيا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۲۰ قلمه له نېټې تېر طبي توکي او ۸۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ټول ۷۵ کارتنه کېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ ګدام ته ولېږدول شول.

دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او روغتیایي قوانینو د مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې؛ تر څو شفافیت رامنځته او خدمات معیاري شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۵
Background image

د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ د عمومي روغتون جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د تدارکاتو، اداري، مالي او حسابي ریاستونو او د ۱۲ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له‌ لوري د التراسونوګرافۍ بورډ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د التراسونوګرافۍ د بورډ درنو غړو په شتون کې په دې موخه جوړه شوې وه، چې د التراسونوګرافۍ د روزنیزو اسنادو، د روزنیزو مرکزونو او د هغو غیر قانوني روزنیزو مرکزونو د فعالیتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د مرکز کابل شپږمې ناحیې اړوند له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې د ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د یوې ګډې کمېتې له لوري پیل شوی، ترڅ کې یې د شپږمې ناحیې اړوند خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو.

په دې نظارت کې د روغتیايي مرکزونو. . .

BACK TO NEWS