د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ دوام لري

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۳۷
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، پر دوام یې له کابل استانبول، خدمت، لاجورد احمدزي، دنیا او سبحان عبادي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي؛ څو د خصوصي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په پنځمه ناحیه کې د خوراکي توکو له ۱۳ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

ياد‌ نظارت کې چې د څارنې او پلټنې امریت نظارتي ټيم له لوري تر سره شو، پايله کې ۱۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي چې ټول وزن یې ۳۵۰ کېلو ګرامه کېده، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او ٧٥٠ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۷
Background image

د لغمان ولایتي روغتون سره د ۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شپږ قلمه بېلابېلو روغتیایي کیټونو مرسته وشوه

دغه مرسته د روغتیا نړیوال سازمان له لوري شوې، چې په کې Covid-19 Kit، Measles Kit، Pneumonia Kit او دغه راز ډ IEHK بېلابېل کیټونه هم شامل دي.

له یادو کیټونو څخه به د ناروغانو د دقیق. . .

BACK TO NEWS