د پېښو د رسېدو په موخه د امارتي عالي کمېسیون  فوق العاده ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۳:۴۲
MOPH

یاده ناسته چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ښاغلي  ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه په کې  د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده هم  ګډون کړی و، چې پېښو او په هېواد کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته د بېړنیو خدمتونو رسېدو په اړه په کې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ او ویې ویل،  زموږ مجهز روغتیايي ټیمونه په یادو ولایتونو کې د سیلابونو له امله زیانمنو ټپیانو درملنې ته بشپړ چمتوالی لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS