د کابل په یوه تولیدي فابریکه کې د خوړو د رنګونو د تقلب له امله د عامې روغتیا وزارت له‌خوا تړل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۳۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خطرونو پر اساس د خوراکي توکو  د سرویلانس او ارزونې امریت مسئولینو کابل ښار کې له دوو تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.

د یادې څارنې پرمهال مسئولینو  په دغو کارخونو کې د خوړو د رنګونو په بسته بندۍ کې تقلب، د خوړو د رنګونو او صنعتي رنګونو مشکوک استعمال، د حفظ‌الصحې اصولو نه مراعت، د خامو موادو ګدام او د وروستي محصول ګدام کې غیر معیاري توب تشخیص کړل.

د دې څارنې پایله کې مسئولینو یو فابریکه د خوړو د رنګونو د بسته بندۍ په برخه کې د تقلب له امله وتړله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د څه باندې ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پنجشیر ولایت په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستم د نصب چارې پیل شوې

د دې پروژې په تطبیق سره به د پنجشیر ولایت روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

په دې سیستم کې د هر روغتیايي مرکز لپاره د برېښنا د تولید ظرفیت د هغه د اړتیا له مخې، د ۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز ته د یوه ملي سوداګر له لوري یو عراده امبولانس وسپارل شو

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف په هڅو د چپرهار ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر ښاغلي حاجي عبدالجبار صافي د ۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو عراده امبولانس د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت روغتیا اوونیزه

د عامې روغتیا وزارت روغتیا اوونیزه ـ  لومړی پړاو ـ اتلسمه ګڼه (پرلیکه خپرونه) د عامې روغتیا وزارت له ویب سایټ څخه د لاندې لینک له طریقه تر لاسه کولائ شئ:

 

https://moph.gov.af/sites. . .

BACK TO NEWS