د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د حفظ الصحې د مراعت کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست سیمه ییزو ټیمونو له لوري په مرکز کابل کې د بېلا بېلو ناحیو له پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې له نېټې تېر بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د پلورنځیو او قصابیانو مسؤلینو ته د حفظ الصحې د مراعت کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.