د کابل ښار په دویمې، نهمې، یوولسمې او شپاړسمې ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو پلي کېدو په موخه د کابل ښار په دویمې، نهمې، یوولسمې او شپاړسمې ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د درملو او خوراکي توکو ۳۹ تاسیساتو وڅارل شول، چې له ډلې یې ۱۳ درملتونونه او ۲ د درملو ګدامونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو څخه غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.
