د کتلوی معافیت ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۵۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري په مرکز کابل کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د کتلوي معافیت ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا په برخه کې د همکارو مؤسسو استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادې ودانۍ په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او ویې وویل، په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د واکسینو خدمات لا ښه شوي او یادو خدماتو ته د ولسونو لاس رسی زیات شوی، چې له امله یې د ماشومانو په مړینه کې هم د پخوا په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې د واکسین خدماتو سربېره د ولسوالیو سطحې روغتونونو جوړېدو،  د BPHS او EPHS خدماتو ته له سره کتنې، روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو او په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د متخصصینو د روزلو پر مټ روغتیايي خدمات لا پراخه کړي؛ څو د هېواد ټول وګړي وکولای شي په اسانۍ سره روغتیايي خدماتو ته لاس رسی پیدا او غوره درملنه یې وشي.

د یادې غونډې په دوام د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم د یادې ودانۍ پر پرانیستې، چې د یونیسیف او ګاوي په مالي همکارۍ په پنځه پوړیز ډول د دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې او پر ټولو اړینو او مجهزو روغتیايي تجهیزاتو سمبال، چې په روغتیايي برخه کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي خوښي څرګنده کړه.

بل لور د یونیسیف استازي وویل، د یاد تعمیر سربېره یې په ننګرهار او په پکتیا ولایتونو کې ورته ودانۍ جوړې کړي او اوسمهال هم په څلور نورو  ولایتونو کې د کتلوي معافیت ودانیو د جوړېدو چارې روانې دي، چې له جوړېدو وروسته به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۰
Background image

په یو کال کې له ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره شوی

ېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګډ نظارت پایله کې ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شوی دی، چې له دې ډلې ۱۴۶ طبي لابراتوارونه، ۲۶ د ډاکټرانو ټولنې او فیزیوتراپي. . .

BACK TO NEWS