د کندز ولایت جرګذر کلي کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۲:۲۲
MOPH

د یاد روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د کندز عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه، چې پر مهال یې د جرګذر کلي یو شمېر اوسېدونکو هم شتون درلود، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو او فعالیت سره به اړینو روغتیايي خدماتو ته د جرګذر کلي د اوسېدونکو لاسرسي اسانه او ډېری ستونزې حل شي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله حکمت وویل، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي او پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د شریکو ادارو، مرستندویه بنسټونو او عامو خلکو همکاري اړینه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له OPHA مؤسسې سره د ننګرهار او لغمان لپاره د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له OPHA مؤسسې سره د (۶۴۱۸۰۸) شپږ سوه یو څلوېښت زره اته سوه اته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۸:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزیر له نړیوالو تمویلوونکو سره د روغتیايي خدماتو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو UNFPA، UNDP، نړیوال بانک ، ګلوبل فنډ ، GAVI ، ADB او اروپایي ټولنې له استازو سره پر لیکه مجلس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

BACK TO NEWS