د ’’ غیر ساري ناروغیو په اړه عامه پوهاوی’’ تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۳۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټیوټ له لوري د غیر ساري ناروغیو د کنټرول ډیپارټمنټ په همکارۍ د ۲۱ وزارتونو او امارتي ادارو د پالیسۍ جوړولو برخې ۴۸ کارکوونکو ته د ’’ غیر ساري ناروغیو په اړه عامه پوهاوی’’ تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د نورو وزارتونو او ادارو له همکارۍ پرته د غیر ساري ناروغیو مخنیوی او کنټرول ستونزمن کار وباله او زیاته یې کړه، په هېواد کې د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې باید د سکتورونو ترمنځ همکاري، ژمنتیا او همغږي پیاوړې شي او په همدې موخه یې له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد ورکشاپ په لړ کې د غیر ساري ناروغیو د کنټرول په اړه زده کړي موضوعات په خپلو اړوندو ادارو کې پلي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS