د NIC لابراتوار یو ځل بیا په نړیوال کیفیت کنټرول کې لوړه درجه ترلاسه کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو (NIC) څانګې یو ځل بیا په بهرني کيفيت کنټرول (EQAP) کې لوړه درجه ترلاسه او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې (WHO EMRO) هېوادونو کې د افغانستان نوم روښانه کړ

دا ستره لاسته راوړنه د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو ریاست اړوند د مرکزي لابراتوارونو د مایکروبیولوژۍ عمومي مدیریت تر چتر لاندې د انفلونزا ملي لابراتوار (NIC) د مسلکي او ژمن ټیم او د هغوی د همکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو، تخنیکي وړتیاوو او دوامدارو هلو ځلو روښانه پایله ده، چې د EQAP پروسې کې یې لوړه درجه ترلاسه او د روغتیا نړیوالو قوانینو ته یې د هېواد ژمنتیا ثابته کړه.

دغه لړۍ له ۲۰۰۹م کال راهیسې په پرله‌ پسې ډول روانه ده، چې د یاد ټیم د لوړ کیفیت، دقیقو لابراتواري تشخیصونو او نړیوالو معیارونو ته د ژمنتیا څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS