فاریاب کې د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه د یو شمېر خصوصي روغتونونو له رييسانو سره ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۳۲
moph

 یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رييس، ډاکټر کریم الله حلیمي له لوري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د SAF تطبیق کوونکې مؤسسې، حنظله غورځنګ، امان د سترګو درملنې او راضیه وردګ روغتونونو له رییسانو سره ترسره شوه، چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په کې د لازمو لارو چارو اړوند پرېکړې وشوې.

د څارنې او پلټڼې رییس دغه راز، په یاد ولایت کې د SAF تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې سپارل شویو مسؤلیتونو ته په سمه توګه رسېدنه ترسره او د ستونزو د حل برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS