لغمان ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو، لابراتوري موادو او طبي او غیر طبي توکو د لېږد لړۍ پیل شوه
لغمان ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو، لابراتوري موادو او طبي او غیر طبي توکو د لېږد لړۍ پیل شوه.
یاد توکي د یونیسف په مالي او هېلټ نیټ موسسې په تخنیکي همکارۍ ۵۹ روغتیايي مرکزونو ته د درې میاشتو لپاره ورکول کېږي، چې ورسره به روغتیايي ستونزې راکمې او خدماتو کې د پام وړ ښه والی راشي.