مزارشريف ښار کې د سوځېدنې د جراحۍ ۲۴ بستريز روغتون ته پراختیا ورکړل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۳:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري مزارشريف ښار کې د سوځېدنې د جراحۍ ۲۴ بستريز روغتون تر پراختيا او ترميم وروسته پرانيستل شو.

په‌ دغه پرانیست غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده، د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس الحاج رحمت الله منصور او یو شمېر مسئولینو، شتون درلود.

په یاده پرانیست غونډه کې ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل " د یاد روغتون په ترمیم او پراختیا د عامې روغتیا وزارت ۱۵ زره امریکایي ډالر لګښت شوی چې موخه یې د مزارشريف ښار او د هېواد د شمالي سيمو اوسېدونکو ته د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي".

ښاغلي صاحبزاده دغه راز زیاته کړه چې دا روغتون د ۲۴ بسترونو په ظرفیت جوړ شوی، خو په خبره یې چې د اړتیا په صورت کې به تر ۳۵ بسترو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS