مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي پولي کلینیک او تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه ليدنه وکړه
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک څخه ليدنه وکړه
د دې ليدنې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلابېلو څانګو څخه هر اړخيزه کتنه وکړه، چې په کې د ناروغانو د درملنې بهير، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو کيفيت، له مراجعينو سره د کارکوونکو چلند او د کاري بهير تنظيم له نږدې و ارزول شو.
سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.
هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې غوري او بې پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.
