نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د یونیسيف ادارې مرستيالې مېرمن Adrea Gims او نورو مسؤلینو شتون درلود، د ولایتونو په کچه د EPHS او BPHS خدماتو د لا ښه والي او کیفیت لوړولو په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو کې د اړینو درملو او لازمو امکاناتو پر شتون ټینګار وکړ او د یونیسیف ادارې مسؤلینو ته یې وویل: (د پروګرام د لا ښه تطبیق لپاره باید د بودیجې مناسب او یقیني لګښت او د کارکوونکو معاشونه تنظیم شي).

دغه راز، د روغتیاي مرکزونو په کچه د خدماتو د لا غوره وړاندې کېدو په موخه د عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې د ګډ نظارت په اړه هم خبرې ترسره او د یاد نظارت لپاره پلان ترتیب شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS