په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۱
MOPH

دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

همدارنګه، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو او درملو د پلور پر مرکزونو د څارنې بهیر به په دوامداره توګه روان وي او له سرغړوونکو سره به د اصولو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي؛ تر څو بازار ته د بې‌کیفیته توکو د وړاندې مخه ونیول شي او د هېوادوالو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS