په هلمند ولایت کې د روغتیایي خدماتو څخه څارنه تر سره شوه
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ۷۴ درملتونونو، ۲۱ خصوصي روغتیايي مرکزونو، ۵۰ روغتیايي کتنځایونو، ۱۸ قابله کتنځایونو او ۱۷ لابراتوارونو څخه څارنه ترسره شوه، چې په پایله کې یې ۳۲ درملتونونه، ۲۰ خصوصي روغتیايي مرکزونه، شپږ غاښونو کتنځایونه، ۲ قابله کتنځایونه او ۸ لابراتوارونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه د ۲۴ کتنځایونو غیر معیاري لوحې اصلاح شوې.