په هوايي ډګرونو کې د کورونا ټسټونو لپاره د خصوصي لابراتوارونو تر منځ د ازاد رقابت د پايلو اعلان!

Panah_moph

Publish Date

Closing Date

Location کابل

څرنکه چې ټولو بهرنیوهيوادونو ته د سفر لپاره د کرونا ټسټ سرټيفيکيټ لازمي دی او مسافرينوته د کرونا د ټسټ له ترسره کولو پرته د سفر اجازه نه ورکول کيږي. همدارنګه د ډيری هيوادونو لپاره د   ABBOTT ID NOW په نوم د سريع ماليکور ټيسټ تر سره کول لازمي شوي دي، چې په هوايې ډګرونو کې یې د نه شتون له امله هيواد والو لپاره د سفر پر وخت مشکلات جوړ کړي دي.

په همدې اساس عامې روغتيا وزارت د مسافرينو د مشکلاتو حل لپاره د ۱۴۰۰ ه ش کال دقوس دمیاشتې له  ۷ تر ۱۵ نیټې پورې دکرونا ټسټ د ترسره کولو لپاره لابراتوارونو ته بلنه ورکړې وه چې په ازاد رقابت کې برخه واخلي  ترڅو مناسب لابراتوار د یوې ځانګړې پروسې په ترڅ کې غوره کړي اوپه ټولو هغه هوایی ډګرونو کې چې بهرني او داخلي پروازونه په کې ترسره کيږي د مسافرینو د اسانتياو لپاره لابراتوارونه جوړ کړي. يادې پروسې ته د ازاد رقابت لپاره ۱۴ خصوصي لابراتوارونو خپل اسناد جمع کړي ول، کوم چې د عامې روغتيا وزارت د يوې ځانګړې لايحې له مخې ارزيابي شول. ددې پروسې په نتيجه کې د بيوتک-۱ (BIOTECH-1) لابراتوار بريالی اعلان شو. نوموړی لابراتوار به په هوايې ډګرونو کې د مسافرينو لپاره د Abbott ID Now په نوم Rapid Molecular  ټستونو سهوليت رامنځ ته کوي.

 

نوټ: ددې اعلان څخه وروسته ټولو لابراتوارونه سره د يوې ورځې وخت دی تر څو د شکايت په صورت کې عامې روغتيا وزارت ته مراجعه وکړي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۹:۲۷ کابل - افغانستان
Background image

د 30 قلم غیر مطبوع قرطاسیه باب د تدارک داوطلبۍ خبرتیا

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د اړتیا وړ MOPH/NCB/1402/G-17 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د 30 قلم غیر . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۱:۳۴ کابل - افغانستان
Background image

د تنظیلفاتی او وقایه انتان موادو تدارک د داوطلبۍ خبرتیا

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند هیمودیالیزد مرکزکابل او ولایتونود اړتیا وړ MOPH/HNDP/NCB/1402/G05 شمیره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۸:۵۸ کابل - افغانستان
Background image

د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزی ورکشاپ آمریت  2050 قلمه وسایطو پرزو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د . . .

Back to tenders